د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران پر ډانلډ ټرمپ قاتلانه حمله کې لاس لرل رد کړي دي


د جولای پر ۱۳مه ټرمپ په قاتلانه برید کې ژوبل شوی وو.
د جولای پر ۱۳مه ټرمپ په قاتلانه برید کې ژوبل شوی وو.

ایران د امریکا په پنسلوانیا کې پر پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د قاتلانه حملې په سازش (دسیسه) کې ککړتیا رد کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې ځینې داسې رپورټونه مخې ته راغلي چې وايي، امریکايي چارواکو ځینې استخباراتي معلومات تر لاسه کړي وو چې ګواکې تهران د ټرمپ د وژنې پلان جوړ کړی وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د جولای پر۱۶ مه ناوخته په یو بیان کې وویل چې تهران په ټرمپ په برید کې لاس نه لري.

نوموړي تور پورې کړ چې ایران د هغه برید په سازش کې په ککړتیا تورنول "سیاسي انګېزه" لري.

کنعاني دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې امریکايي رسنیو سي اېن اېن او پولېټیکو د خپلو سرچینو په حواله رپورټونه خپاره کړل چې پکې راغلي چې امریکايي چارواکو له بریده څو اوونۍ وړاندې د ایران له خوا د ډانلډ ټرمپ د وژنې د دسیسې په اړه معلومات ترلاسه کړي ول.

البته په هغو رپورټونو کې دا ویل شوي دي چې داسې ښکاري چې پر ټرمپ شوې حمله له ایران سره تړاو نه لري.

د جولای په ۱۳مه په پنسلوانیا کې د تامس میتیو کروکس په نوم یو۲۰ کلن ځوان د ولسمشرۍ انتخاباتو د کیمپېن په غونډه کې پر ټرمپ ډزې وکړې او هغه یې لږ ټپي کړ.

امنیتي سرتېرو سمدستي مشکوک بریدګر په نخښه کړ او هغه یې وواژه.

په برید کې د غونډې یو بل ګډونوال هم ووژل شو او د ټرمپ په ګډون درې تنه پکې ژوبل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG