د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي له روسیې سره د هنګري د وزیراعظم خبرې رد کړي دي


زېلېنسکي (کېڼې خوا ته) د برېتانیا له وزیراعظم سره د اروپا د سیاسي ټولنې د غونډې پر مهال - د جولای ۱۸مې انځور.
زېلېنسکي (کېڼې خوا ته) د برېتانیا له وزیراعظم سره د اروپا د سیاسي ټولنې د غونډې پر مهال - د جولای ۱۸مې انځور.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي چې د کییف له اجازې پرته له روسیې سره د معاملې کولو خبرې ردوي.

هغه دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې د هنګري وزیراعظم وېکتور اوربان له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل. په همدې حال کې د اوکراین ځواکونه د روسیې د برید په مقابل کې له ناکافي دفاع سره مخامخ دي.

زېلېنسکي دا خبرې د جولای پر ۱۸مه په مرکزي انګلستان کې د اروپا د سیاسي ټولنې په سرمشریزه کې کړې دي او په حاضرینو یې غږ وکړ چې په اروپا کې یووالی وساتي، ځکه چې یووالی تل د قوي پرېکړو لامل کېږي.

دا تر هغې وروسته ده چې اوربان د "سولې ماموریت" په نوم سفرونه پیل کړل او په دې لړ کې مسکو، کییف، بیجنګ، او د امریکا په فلورېډا کې د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ استوګنځي ته ورغی.

اوربان هم د اروپا د سیاسي ټولنې د غونډې ګډونوال دی.

د نوموړي نړیوال سفرونو ډېری اروپایي مشران خفه کړي دي، او هغوی په بیا بیا ځان د هغه له سفرونو څخه لیرې ساتلی دی.

بلخوا د هنګري وزیراعظم خپله هم منلې چې هغه د اروپایي ټولنې د نورو غړو په استازیتوب د ګام اخیستو واک نه لري. دا په داسې حال کې ده چې هنګري اوسمهال د اروپایي ټولنې نوبتي مشري لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG