د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د پشکال د بارانونو له امله د سېلابونو خبرداری ورکړی دی


سږ کال په خیبر پښتونخوا کې سېلابونو زیانونه واړول ـ پخوانی انځور.
سږ کال په خیبر پښتونخوا کې سېلابونو زیانونه واړول ـ پخوانی انځور.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) په پنجاب، خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې د پشکال د بارانونو له امله د سېلابونو خبرداری ورکړی دی.

ادارې په یوه خبرپاڼه کې اټکل کړی دی چې د جولای له ۱۷مې تر ۲۱مې پورې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر، اسلام اباد، خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د پشکال بارانونه کېږي چې په ځینو سیمو کې د سېلابونو لامل کېدای شي.

اېن ډي اېم اې ویلي چې په راتلونکو ورځو شپو کې د خیبر پښتونخوا په سوات، مينګوره، بټګرام، مردان، صوابۍ، هريپور، اېبټ اباد، او په کشمیر، اسلام اباد، د پنجاب په جهلم، ګوجراواله او سیالکوټ کې تر ۵۰ ملي میټرو څخه د زيات باران امکان دی.

هغې ادارې خلکو ته لارښوونه شوې چې د سېلابونو پر مهال احتیاط وکړي، د برېښنا له تارونو او ستنو څخه لیرې واوسي، په خراب موسم کې له کوره له بهر وتلو غرییزو سیمو ته له غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې سږ کال تر پشکال وړاندې بارانونو تر۱۴۰ زیات کسان ووژل او پراخ مالي تاوانونه یې واړول. له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د پشکال بارانونو پر مهال، په ځانګړې توګه، په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سیند کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د پشکال میاشت د جولای له ۱۵مې څخه د اګست تر نیمايي پورې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG