د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن: امریکا داسې اشارې ليدلي چې ایران خپل اټومي پروګرام پرمخ وړي


انتوني‌ بلېنکېن ویلي چې امریکا په دا ورستیو اونیو کې اشارې ليدلي چې ایران خپل اټومي پروګرام پرمخ وړي. (انځور: ارشیف)
انتوني‌ بلېنکېن ویلي چې امریکا په دا ورستیو اونیو کې اشارې ليدلي چې ایران خپل اټومي پروګرام پرمخ وړي. (انځور: ارشیف)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، ایران په اټومي وسلو کې د استعمالېدونکيو موادو له تولید څخه یوازې «یوه یا دوې اوونۍ» شا ته دی.

انتوني بلینکن د جولایي پر ۱۹مه د امریکا په کولوراډو ریاست کې یوې غونډې ته وویل،‌ "ایران د دې پر ځای چې د اتومي وسلو لپاره د اړینو موادو له جوړولو یو کال شاته وای، هغه هیواد ښايي اوس دې ته یوازې یوه یا دوې اوونۍ نږدې دی."
د ایران نوي ولسمشر مسعود پیزشکیان په دې ورستیو کې ویلي وو چې د ایران او د ځواکمنو هیوادونو تر مینځ د ۲۰۱۵م کال د اټومي تړون د بحالولو په حق کی دی.

خوبلېنکېن پر دې سربېره ویلي چې امریکا په دا ورستیو اونیو کې اشارې ليدلي چې ایران خپل اټومي پروګرام پرمخ وړي.

بلېنېکن په ۲۰۱۸م کال کې اټومي تړون د ختمېدو پړه د ایران په اټومي صلاحیتونو زیاتېدو باندې واچوله. خو تهران ټینګار کوي چې د اتومي پروګرام هدف یې په بشپړ ډول سوله ییز دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG