د لاسرسي ځای

تازه خبر

رپورټونه دي‌ چې د ایران په جنوب کې د یو شمېر افغان کډوالو کورونه سوځول شوي‌


دا هغه افغان کډوال دي چې په دې وروستیو کې له ایران څخه اېستل شوي وو. (انځور: ارشیف)
دا هغه افغان کډوال دي چې په دې وروستیو کې له ایران څخه اېستل شوي وو. (انځور: ارشیف)

د ایران په جنوب کې د فارس ولایت په خور ښار کې وروسته له هغې د یو شمېر افغان کډوالو د کورونو د سوځول کېدو راپورونه دي چې یو افغان وګړي په مبینه ډول یو ایرانی تن ووژلو.

په خور کې مېشتې یوې افغان کډوالې حسنا د جولایي په ۱۹مه مشال راډيو ته وویل چې کورنۍ یې د وېرې له امله له خوره شیراز ته کډه کړې ده.

هغې وویل چې د سیمې اوسېدونکي وروسته له هغې ډېر غوصه دي چې په خېنج ښارګوټي کې یو افغان ځوان د جولایي په درېیمه خپل ایرانی مالک چې یو رستوران یې چلولو، ووژلو.

هغې وویل چې د سیمې ولس د افغانانو په وړاندې تاوتریخوالی پیل کړی، چې کورونه یې سوځول شوي دي ان تر دې چې خوراکي شیان، غوښه او ډوډۍ هم ورباندې نه خرڅوي نو ځکه ډېر کسان له هغه ځایه شیراز ته تللو ته اړ شوي دي.

ایرانيو رسنیو لا د مشکوک وژونکي شناخت ندې څرګند کړی خو حسنا وویل چې هغه تن یو افغان وګړی دی.

دا په‌ داسې حال کې ده چې په‌ دې وروستیو کې په ایران کې د انلاین کمپاینونو یوه څپه روانه ده چې د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي په ایران کې شا او خوا اووه لاکه اتیا زره افغان کډوال اوسېږي. د دې علاوه تقریباً ۲.۶ ملین اسناد نه لرونکي افغانان هم هلته ژوند کوي. خو ایران ادعا کوي دغه شمېر شا او خوا پنځه ملیون دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG