د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنګلادېش پوځ په ډاکه کې د لاریونونو مخنیوي لپاره کرفیو لګولې ده


د بنګلادېش پوځیان د ډاکې په کوڅه د سوزېدلې رکشې خوا ته ولاړ دي ـ د جولای ۱۹مې انځور.
د بنګلادېش پوځیان د ډاکې په کوڅه د سوزېدلې رکشې خوا ته ولاړ دي ـ د جولای ۱۹مې انځور.

د بنګلادېش پوځ زده کوونکو د لاریونونو مخنیوي لپاره په پلازمینه ډاکه کې کرفیو یا ګرځبندیز عملي کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو پینځه ورځو راهیسې د ډاکې په ګډون د بنګلادېش په لویو ښارونو کې زده کوونکي سړکونو ته راوتلي دي او د سرکاري نوکریو د کوټې یا پکې د برخې ځانګړي کولو پر سر یې پراخ لاریونونه پیل کړي دي.

اې ایف پي او رویټرز خبري اژانس د روغتونونو د مالوماتو پر اساس ویلي چې په دې اوونۍ کې د تاوتریخوالي په پېښو کې لږ تر لږه ۱۰۵ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي. د ډاکې میډیکل کالج روغتون چارواکي وايي چې د جولای پر ۱۹مه هلته د ۲۷ کسانو مړي وروړل شوي ول.

حکومت په هېواد کې انټرنیټ تړلی دی او امنیتي سرتېري د ډاکې په لارو کوڅو کې ګزمې کوي.

د بشري حقونو ادارو د امنیتي ځواکونو په کړنو نیوکې کړې دي او اروپايي ټولنې ویلي دي چې د تاوتریخوالي او د خلکو د مرګ ژوبلې په اړه ژوره اندېښنه لري.

د بشري حقونو ډلې د وزیراعظمې شیخ حسینه واجد حکومت تورن کړی دی چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره له دولتي بنسټونو ناوړه ګټه اخلي او د مخالفینو د ماورای عدالت وژنو په ګډون د مخالفت مخه نیسي. لاریون کوونکو له وزیراعظمې د استعفا غوښتنه کړې ده.

بلخوا حکومت وايي مظاهره چیان دې په سرکاري ملازمتونو کې د کوټې د نظام په اړه د سپریم کورټ پرېکړې ته انتظار وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG