د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انصاف نړیوالې محکمې په نیولو شویو فلسطیني سیمو کې د اسراییل شتون ناقانونه بللی دی


د هالینډ په دي هیګ ښار کې د انصاف نړیوالې محکمې ودانۍ ـ پخوانی انځور.
د هالینډ په دي هیګ ښار کې د انصاف نړیوالې محکمې ودانۍ ـ پخوانی انځور.

د انصاف نړیوالې محکمې ویلي دي چې په نیول شویو فلسطیني سیمو کې د اسراییل شتون غیر قانوني دی او باید ژر تر ژره ختم شي.

د ملګرو ملتونو دې تر ټولو لوړې محکمې د جولای پر ۱۹مه خپل مشورتي نظر اعلان کړ چې په کې راغلي دي چې اسراییل د اشغالګر هېواد په توګه په لوېدیځه غاړه او د بیت المقدس په ختیځه برخه کې د فلسطیني ځمکو نیولو، دایمي کنټرول او د یهودي مېشت‌ ځایونو جوړولو لپاره له ځواک څخه کار اخلي او دا کړنې د نړیوالو قوانینو خلاف دي.

محکمې د جولای پر ۱۹مه مشورتي نظر پر اېکس هم خپور کړی دی چې پکې راغلي چې په فلسطیني سیمو کې د اسراییلو حضور غیر قانوني دی او باید ژرترژره ختم شي.

لبنانی قانون پوهه نواف السالم، چې د دې محکمې د قاضیانو مشر دی، وویل"موږ دې نتیجې ته رسېدلي یو چې په لوېدیځه غاړه او د بیت المقدس په ختیځ کې د یهودانو استوګنول او یهودي مېشت‌ځایونه جوړول د جنیوا له څلورم کنوینشنه سرغړونه ده."

د جنیوا د څلورم کنوینشن ۴۹ ماده وايي چې نیواکګر حکومت نه شي کولای خپل خلک هغو سیمو ته انتقال کړي چې اشغال کړې یې وي.
په ۲۰۲۲ز کال کې، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د انصاف له نړیوالې محکمې څخه غوښتلي ول چې د اسراییل له خوا نیول شویو فلسطیني سیمو کې د قانوني پایلو په اړه مشورتي نظر ورکړي. دا غوښتنه د دې لپاره وشوه چې نړیوال قوانین او د فلسطیني خلکو حقوق روښانه شي او د نړیوالې ټولنې لخوا لازم اقدامات پورته شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG