د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې په وسلوال برید کې ۱ پولیس وژل شوی دی


د وژل شوي سرتېري جنازه د جولای پر ۲۱مه د پېښور په پولیس لاینز کې وشوه.
د وژل شوي سرتېري جنازه د جولای پر ۲۱مه د پېښور په پولیس لاینز کې وشوه.

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې په وسلوال برید کې یو پولیس سرتېری وژل شوی دی.

د پېښور پولیسو د جولای پر ۲۱مه په بیان کې ویلي دي چې وسلوالو د جولای پر ۲۰مه شپې مهال په اورمړو کې سعید خان وویشت او وتښتېدل.

بیان وايي چې د وژل شوي سرتېري جنازه د جولای پر ۲۱مه د پېښور په پولیس لاینز کې وشوه چې پکې د پولیسو لوړپوړو چارواکو ګډون وکړ.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو د پولیسو بیان زیاتوي چې د وسلوالو لټون یې پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا د جنوبي ضلعو په ګډون په باجوړ، پېښور او مردان کې د امنیت وضع خرابه ده او پر امنیتي سرتېرو، سرکاري کارکوونکو، سیاستوالانو، ولسي مشرانو، دیني عالمانو او ولسي وګړو بریدونه زیات شوي دي.

د جولای پر ۱۹مه د مردان د تخت بای لرغونو اثارو پر پوسته په وسلوال برید کې د پولیسو یو سرتېری ووژل شو او دوه ژوبل شول.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د تخت بای پر پوستې د برید ذمه واري منلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG