د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې د کراسنودار اوسېدونکو د برېښنايي پارچاو پر ضد احتجاج کړی


د روسیې په روستوف سیمه کې دا اټومي برېښناکوټ بجلي تولیدوي - پخوانی انځور.
د روسیې په روستوف سیمه کې دا اټومي برېښناکوټ بجلي تولیدوي - پخوانی انځور.

د روسیې د کراسنودار ښار اوسېدونکو د برېښنايي پارچاو یا لوډ شیډنګ پر ضد احتجاجي مظاهره کړې ده.

د جولای پر ۲۰مه د احتجاج ګډونوالو د هغه پارچاو پر وړاندې خپله غصه څرګنده کړه چې جنوبي روسیه یې اغېزمنه کړې ده.

د اټکل له مخې، په مظاهره کې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسان شامل ول او له چارواکو یې وغوښتل چې د برېښنا او اوبو رسولو سلسله دې بحاله کړي. دوی د ښار په شمال کې د احتجاج په توګه یوه کوڅه بنده کړه او وویل چې د خدماتو کمول د منلو وړ نه دي.

پر ټېلېګرام د بازا په نوم د یو چینل د راپور له مخې، مظاهرچیانو ویلي چې د سږني دوبي په پیل کې په اونۍ کې یو ځل د برېښنا بندېدل پیل شول، بیا به په اونۍ کې بجلي درې ځلې بندېده خو اوس د ورځې له ۱۲ تر ۱۵ ساعتونو پور برېښنا نه وي.

پرلیکه یا انلاین خپرونې ار یو ۹۳ راپور ورکړی چې خلک غوښتنه کوي چې حکومت در ورته لږترلږه د درو ساعتونو لپاره برېښنا ورکړي.

په روسیه کې د نیول کېدو او زنداني کېدو له خطره او د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له حملې راهیسې په ښکاره عامه لاریونونه نه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG