د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د نجونو بل سکول په نښه شوی دی


په تېرو څو مياشتو کې په شمالي وزیرستان کې درې ښوونځي وران کړل شوي دي. پخوانی انځور
په تېرو څو مياشتو کې په شمالي وزیرستان کې درې ښوونځي وران کړل شوي دي. پخوانی انځور

په شمالي وزیرستان کې د نجونو يو بل ښوونځی په بمونو ويجاړ شوی دی.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د جولای پر ۲۲مه پر اېکس پاڼه (پخواني ټويټر) ليکلي چې په زيرکۍ سيمه کې د نجونو د مډل سکول ودانۍ ته د شپې مهال چاودېدونکۍ مواد ايښوول شوي ول.

داوړ د خپل ګوند د يو فعال، بلال خان هغه ويډيو هم خپره کړې ده چې نوموړی پکې د ويجاړ شوي ښوونځي پر پاتې شونو ولاړ دی او په سيمه کې د روانې ترهګرۍ په اړه خپلې اندېښنې څرګندوي.

تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې او حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.

په شمالي وزيرستان کې په تېرو څلورو مياشتو کې دا د نجونو درېيم ښوونځی دی چې نامعلومه کسان یې په بمونو ويجاړوي. د روان ۲۰۲۴ز کال د مې پر ۲۵مه د شمالي وزیرستان د ګړیوم تحصيل شاخي مار سيمه کې نامعلومه وسلوالو د نجونو ښوونځی سوځولی وو.

تر دې وړاندې د مې پر اتمه نېټه هم ناڅرګنده وسلوالو د شمالي وزیرستان په شيوه سيمه کې د عافيه په نوم د جينکو سکول په چاودېدونکیو توکيو وران کړی وو چې بیا د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په امر په یوه اونۍ کې ورغول شو او زده کړې پکې له سره پیل شوې.

حکومت د هر پېښې وروسته د پلټنو د کولو او ويجاړوونکو د نیولو ژمنه کړې خو تر اوسه پورې يې هېڅوک نه دې نيولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG