د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په دير کې د ۳ وسله والو د وژلو ادعا کړې


پاکستان پوځيان د څار په حال کې - انځور له ارشیفه
پاکستان پوځيان د څار په حال کې - انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې هغه ۳ وسله وال یې وژلي چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ننوتلو هڅه یې کوله.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې ای ایس پي ار د جولايي پر ۲۲مه په یو خبرپاڼه کې وویل چې دا وسله وال د جولايي د ۲۱مې او ۲۲مې په منځنۍ شپه د خیبر پښتونخوا په دیر کې وژل شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي. مشال راډیو په خپلواکه توګه د دې ادعا پخلی نه شي کولی.

د پاکستاني پوځ په دې بیان کې دا هم ویل شوي چې دوی د افغانستان له سرپرست حکومته تمه لري چې خپله خاوره د پاکسان ضد کارېدو ته پرېنږدي. په افغانستان کې واکمنو طالبانو له په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په وار وار ویلي چې دوی خپله خاوره د هیڅ هیواد خلاف استعمالېدو ته نه پرېږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG