د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: ماینونو په ۶ میاشتو کې ۲۹۲ افغانان وژلي او ژوبل کړي


ماين پاکان یو ښخ کړل شوی ماين الوځوي - انځور له ارشیفه
ماين پاکان یو ښخ کړل شوی ماين الوځوي - انځور له ارشیفه

ملګري ملتونه وايي د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۹۲ کسانو ته د ماین په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر دا څرګندونې په هغه رپورټ کې کړې دي چې د جولايي پر ۲۱مه خپور شوی دی.

په رپورټ کې ویل شوي چې د زیامنو ۸۸ فیصده ماشومان دي. رپورټ زیاتوي چې په دې کې ۵۵ فیصده د لوبو پر مهال او ۱۵ فیصده یې هغه مهال د چاودنو ښکار شوي چې اوسپنې یې را ټولولې.

رپورټ زیاتوي چې د ۲۰۲۲م کال له فرورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر فرورۍ په مجموعي توګه ۱۴۰۰ کسانو ته په داسې پېښو کې مرګ ژوبله رسېدلې ده.

کابل، ننګرهار، هرات، غزني او کندهار د ماینونو د چاودنې له لحاظه تر ټولو زیات متاثره شوي ولایتونه ګڼل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG