د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې يو عدالت د ازادې اروپا راډيو خبریالې السو کورماشېوا ته شپږ نيم کاله قيد سزا اورولې


السو کورماشېوا په زندان کې
السو کورماشېوا په زندان کې

د روسیې یو عدالت د ازادې اروپا راډیو خبریالې السو کورماشېوا ته د شپږنیم کالو بند سزا اورولې ده.

نوموړې ته دا سزا په دې تور اورول شوې چې ګواکې د روسیې د پوځ په اړه یې ناسم خبرونه خپرول. خو السو کورماشېوا په خپله، ازادې اروپا راډیو او د امریکا حکومت دا تورونه رد کړي او دا یې سیاسي کړنه بللې ده.

د ازادې اروپا راډیو مشر سټیفن کاپوس دا سزا په انصاف پورې ملنډې بللې دي او غوښتنه یې کړې ده چې نوموړې باید زر تر زره خوشې کړل شي. "دا پټه عدالتي‌اورېدنه په انصاف پورې ملنډې دي. زموږ دا ګرانه همکاره او امريکايي وګړې بايد سمدستي خوشې او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي."

کورماشېوا د چيک جمهوریت په مرکز پراګ کې د ازادې اروپا راډيو، چې مشال راډیو یې هم برخه ده، د خبریالې په توګه کار کوي او د امريکا او روسیې غبرګ تابعيت لري. پولیسو هغه ۴۷ کلنه خبریاله د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې نیولې وه.

پر هغې تور دی چې د روسیې د امنيتي ځواکونو په اړه یې درواغ خپاره کړي دي خو د نوموړې وکيلانو، ازادې اروپا راډيو او د امريکا حکومت دا تور بې بنسټه او په پراګ کې د خبریالۍ له امله سزا ګڼلې ده. پر هغې دا تور هم پورې شوی چې هغې د "بهرنۍ اېجنټې" په توګه ځان نه دی راجسټر کړی. د بهرنيو اېجنټانو ثبت د روسیې د هغه قانون لاندې کېږي چې خبریالان او مدني فعالان هدف ګرځوي.

کورماشېوا د روسیې د تاتارستان سیمې ده خو کورنۍ یې په پراګ کې اوسیږي. هغه د خپلې ناروغه مور پوښتنې لپاره تاتارستان ته تللې وه چې پولیسو ونيوله. د هغې مېړه او د ازادې اروپا راډیو خبریال پاوېل بوتورین په يو بیان کې په خپلې مېرمنې لګېدلي تورونه یې بې اساسه او د هغې د ګرفتارۍ لپاره "بهانې" ګڼلي ول او ويلي‌ يې ول چې ښځه یې ځکه نيول شوي چې "خبریاله او امريکايۍ" ده.

د اروپايي ټولنې پارلېمان د اپريل پر ۲۷مه، هغه پرېکړه لیک منظور کړی وو چې د خبریالې السو کورماشېوا په ګډون د روسیې له زندانونو د ټولو خبریالانو او سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي. په پرېکړه لیک کې د کورماشېوا ترڅنګ د خبریال ایوان ګرېشکووېچ او د هغوی د کورنیو د غړو او د هغوی د کورنیو د غړو او د سیاسي بندیانو ولادیمیر کارامورزا، اولېګ اورلوف، ايوان سفرونوف، کسېنیا فادیېوا او د اېليا ياشين د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه هم شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG