د لاسرسي ځای

تازه خبر

فلسطينۍ ډلو د ملي يووالي حکومت جوړولو لپاره لوظنامه لاسليک کړه


فلسطینيوو ډلو د اتحادي حکومت جوړولو لوظنامه د چين په منځګړتوب کړې ده
فلسطینيوو ډلو د اتحادي حکومت جوړولو لوظنامه د چين په منځګړتوب کړې ده

د امريکا او اروپا لخوا ترهګره اعلان شوې ډله، حماس وايي د جولای پر ۲۳ مه یې د چین سرښار بیجنګ کې د خپلې مخالفې، فتح په شمول له نورو فلسطیني ډلو سره د ملي یو والي یوه لوظنامه لاسلیک کړه.

چین ویلي چې دا اتحاد به د جنګ ختمېدو وروسته په غزه کې واکمني کوي. دا مهال حماس وسله واله ډله له اسراییلي ځواکونو سره په جنګ اخته ده.

د دې ډلې یو مشر موسا ابو مرزوق په بیجنګ کې له غونډې وروسته فرانس خبري اژانس (اې ایف پي) ته ویلي: "مونږ ملي یو والي ته ژمن یو او همدا مو غوښتل."

د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ یي، د بیجنګ د دې خبرو اترو کوربه وو چې پکې د حماس ډلې د موسا ابو مرزوق او د فتح ډلې د نماینده محمود العلول پشمول د ۱۲ فلسطیني ډلو استازو ګډون وکړ. یي وویل، دا ټول په دې سلا شول چې له جګړې وروسته د غزې لپاره به د ملي پخلاینې لنډمهالی حکومت جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG