د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکرایني چارواکي وايي روسیې پر خارکیف بریدونه کړي دي


پر خارکیف د روسیې د توغندیو په برید کې زیانمنه شوې وداني - د جولای ۲۴مې انځور.
پر خارکیف د روسیې د توغندیو په برید کې زیانمنه شوې وداني - د جولای ۲۴مې انځور.

روسیې د اوکراین پر دویم لوی ښار خارکیف د توغندیو بریدونه کړي دي چې پکې لږ تر لږه یو ولسي وګړی وژل شوی دی.

د خارکیف ښاروال اېهور تېرېخوف پر ټېلېګرام په بیان کې ویلي چې بریدونه د جولای پر ۲۴مه سهار وختي شوي دي.

دی وايي، په لومړي برید کې د خارکیف یوه صنعتي سیمه او په دویم کې یوه شخصي کاروباري سیمه په نښه شوې چې له وجې یې په ودانۍ اور ولګېد.

تېرېخوف زیاته کړې ده چې په بریدونو کې د یو کس د وژل کېدو راپورونه دي.

په همدې حال کې د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې هوايي دفاعي نظام یې په بېلګورود سیمه کې د اوکراین درې بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراين برید وکړ. په هغه جنګ کې د دواړو خواوو زرګونه سرتېري وژل شوي او ګڼ ژوندي نيول شوي دي. د جګړې له وجې د اوکراین لکونه وګړي بې کوره او کډوال شوي دي او د هغه هېواد بېخبنا ته لوی زیان رسېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG