د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډېموکراټ ګوند ۲ مشرانو د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د کاملا هیرېس د نوماندېدو ملاتړ اعلان کړی دی


جو بایډن د ولسمشرۍ انتخاباتو له نوماندۍ تر تېرېدو وروسته د کاملا هیرېس ملاتړ اعلان کړ - پخوانی انځور
جو بایډن د ولسمشرۍ انتخاباتو له نوماندۍ تر تېرېدو وروسته د کاملا هیرېس ملاتړ اعلان کړ - پخوانی انځور

د امریکا په کانګرس کې د ډېموکراټ ګوند دوو لوړپوړو مشرانو رسماً د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د ولسمشر مرستیالې کاملا هیرېس ملاتړ اعلان کړی دی.

پخواني ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو یا رېپبلېکن ګوند نوماند ډانلډ ټرمپ هم ویلي چې له هیرېس سره په مناظره کې ګډون کوي.

په سېنېټ کې د ډېموکراټانو مشر چک شومر او د استازو په جرګه کې د ډېموکراټانو مشر حکیم جیفریز د جولای پر ۲۳مه په خبري غونډه کې د کاملا هیرېس د نوماندۍ ملاتړ وکړ.

تر دې مخکې، رویټرز اژانس راپور ورکړی وو چې د امریکا د شپږو ایالتونو واليانو، چې د ډېموکراټانو مهمې څهرې دي، هم د هیرېس د نوماندۍ ملاتړ کړی دی.

د اسوشیېټېډ پرېس د نظرپوښتنې له مخې، د ډېموکراټ ګوند د پلاوي ۲،۵۰۰ غړي چمتو دي چې د هیرېس د نوماندېدو ملاتړ وکړي. که هغه ډله د ډېموکراټانو ملي غونډې یا کنوېنشن پورې خپل نظر بدل نه کړي نو کاملا هیرېس به په رسمي توګه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د هغه ګوند کاندیده شي.

دا تر هغې وروسته ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۴ز کال ټاکنو ته له نوماندۍ څخه لاس واخیست او د خپلې مرستیالې هیرېس ملاتړ یې اعلان کړ.

بایډن خپل ټاکنیز کیمپېن په داسې حال کې پای ته ورساوه چې د ډېموکراټ ګوند د غړو تر سخت فشار لاندې وو ځکه چې څو اونۍ مخکې یې له خپل سیال ډانلډ ټرمپ سره په لومړۍ مناظره کې کمزوری وبرېښېد.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG