د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: افغانانې له سیمه يیزو چارواکو سره له تماسونو بې برخې شوې دي


یوشمېر افغانانې په کابل کې د طالبانو د بندیزونو پر ضد مظاهره کوي - انځور له ارشیفه
یوشمېر افغانانې په کابل کې د طالبانو د بندیزونو پر ضد مظاهره کوي - انځور له ارشیفه

ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځې د مهمو موضوعاتو په اړه له سیمه ییزو چارواکو سره له رابطو څخه بې برخې شوې دي.

هغه راپور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما)، د ملګرو ملتو د ښځو څانګې او د مهاجرت نړیوال سازمان چمتو کړی دی چې د جولای پر ۲۴مه خپور شو.

هغو درو ادارو خپل راپور د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې له ۸۸۸ ښځو او یوشمېر سړیو سره د مخامخ مرکو پر بنسټ تیار کړی دی.

په راپور کې ویل شوې دي چې په ټولنیز، اقتصادي او د ژوند په نورو بېلا بېلو برخو کې د افغان ښځو د حالت په اړه د تېر یو کال پرتله نهیلي زیاته شوې ده.

د طالبانو حکومت لا د ملګرو ملتونو د راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د حکومت تر نيولو وروسته، د خپلو سختدريځو حکمونو عملي کولو ته دوام ورکړی دی.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او ښځې یې په ګڼو ادارو کې له کاره منع کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG