د لاسرسي ځای

تازه خبر

کانګرس ته د نتنیاهو د وينا پر وخت واشنګټن کې زرګونو کسانو مظاهره کړې


د جولای پر ۲۴مه په واشنګټن کې د مظاهرې ګډونوالو د فلسطین ازادولو او په غزه کې د سمدستي اوربند کولو لوحې نیولې وې.
د جولای پر ۲۴مه په واشنګټن کې د مظاهرې ګډونوالو د فلسطین ازادولو او په غزه کې د سمدستي اوربند کولو لوحې نیولې وې.

د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې زرګونو کسانو د کانګرس د دواړو جرګو ګډې غونډې ته د اسراييلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د وينا پر مهال مظاهره وکړه.

مظاهرچیانو په غزې تړانګه کې د اسراییلو جګړه او نتنیاهو وغنده.

اسراييلي وزیراعظم کانګرس ته په وینا کې د امريکا د ملاتړ مننه وکړه او ټینګار يې وکړ چې تیار دی چې د "بشپړې بريا" ترلاسه کولو پورې به د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.

په کانګرس کې د ډېموکراټ ګوند تر ۵۰ زیاتو غړو مخ د جګړې د پر وړاندې بیولو د څرنګوالي په اړه احتجاجاً د نتنیاهو د وينا په غونډه کې ګډون و نه کړ.

نتنیاهو د جولای پر ۲۴مه د کانګرس دواړو جرګو ګډې غونډې ته وینا وکړه.
نتنیاهو د جولای پر ۲۴مه د کانګرس دواړو جرګو ګډې غونډې ته وینا وکړه.

مظاهرچيان د استوګني له ځایونو څخه تر تېرېدو وروسته د واشنګټن د ځمکلاندې اورګاډو یا مېټرو مرکزي تمځي مخې ته ورغونډ شول. کله چې مظاهرچیانو د امريکا لوی بیرغ ښکته کړ نو پوليسو اقدام وکړ او لږترلږه يو کس يې ګرفتار کړ.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په هغه جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۷،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي. د جګړې پر مهال له ۸۵،۰۰۰ زيات فلسطينيان ژوبل شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG