د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومندو او کېچ کې یو پولیس او یو مشکوک وسلوال وژل شوی


په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په وروستیو کې ناامني زیاته شوې ده ـ پخوانی انځور.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په وروستیو کې ناامني زیاته شوې ده ـ پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په دوو جلا، جلا پېښو کې یو پولیس او یو مشکوک وسلوال وژل شوی او دوه ژوبل دي.

د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې د پولیسو او اېف سي ځواک سرتېري د جولای ۲۵مې په ماسپښین د مومندو په امبار تحصیل کې د لټون عملیاتو لپاره روان ول چې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې چې پکې یو پولیس ووژل شو.

په مومندو کې پر پولیسو د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

اخوا پوځ د جولای پر ۲۴مه د بلوچستان د کېچ ضلعې په هوشاب کې په عملیاتو کې د یو مشکوک وسلوال د وژنې او د دوو ژوبلولو دعوه کړې ده. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جولای پر ۲۵مه، په بیان کې ویلي دي چې هغه وسلوال په سیمه کې د "ترهګرۍ" تر څنګ د خلکو په تښتونو کې هم ککړ ول.

پوځ د وسلوالو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي او کومې وسلوالې ډلې هم د ای اېس پي ار د دعوو په اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني زیاته شوې ده. حکومت او امنیتي ځواکونه وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG