د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاریس په اولمپیک لوبو کې د پاکستان اووه او افغانستان شپږ لوبغاړي شریک دي‌


د فرانسې په پلازمېنې پاریس یو عکس. (ارشیف)
د فرانسې په پلازمېنې پاریس یو عکس. (ارشیف)

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د جولايي له ۲۵مې په پیل شویو اولمپیک لوبو کې د پاکستان اووه او افغانستان شپږ لوبغاړو برخه اخیستې ده.

دا لوبې چې پکې د نړۍ له بېلابېلو برخو څه باندې لس زره او پنځه سوه لوبغاړي ګډون کوي په پارېس کې روانې دي.

په دې لوبو کې د پاکستان لخوا ارشد نديم چې په جيولن ترو يا نېزې وېشتو سيالۍ کې برخه اخلي. دغه راز کشماله طلعت ،غلام مصصطفا بشير او ګلفام جوزف په نښه ویشتو یا شوټنګ سياليو کې ګډون کوي. جها ارا نبي او محمد احمد درانی د لامبو او فايقه رياض بيا دمنډې په مقابلو کې برخه اخلي.

بلخوا د پاریس په المپیک کې د درېیو نجونو په ګډون شپږ افغان لوبغاړو برخه اخیستې ده. طالبانو ویلي چې دا درې ښځینه افغان لوبغاړې دوی په رسمیت نه پېژني، خو د اولمپيک نړیوالې کمېټې بیا ویلي چې دوی د طالبانو پلاوی نه دی وربللی.

په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په دغه هېواد کې پر ښځو او نجونو د نورو بندیزونو ترڅنګ د لوبو بندیز هم لګول شوی دی.

XS
SM
MD
LG