د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلي وزیراعظم له ډانلډ ټرمپ سره لیده کاته کړي


دا په تيرو شاو خوا څلو رو کالو کې لومړی ځل دی چې د دواړو ترمنځ مخامخ ليده کاته شوي دي.
دا په تيرو شاو خوا څلو رو کالو کې لومړی ځل دی چې د دواړو ترمنځ مخامخ ليده کاته شوي دي.

اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو امريکا ته د خپل سفر په پينځمه ورځ د جولايي پر ۲۵مه په فلورېډا کې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د رېپبلېکن ګوند له نوماند او پخواني امريکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره ملاقات کړی دی.

دا په تيرو شاو خوا څلو رو کالو کې لومړی ځل دی چې د دواړو ترمنځ مخامخ ليده کاته شوي دي.

تر دې يوه ورځ مخکې نتن ياهو په واشنګټن کې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د ډېموکراټ ګوند له نوماندې او اوسنۍ مرستيالې ولسمشرې کاملاهېرېس سره خبرې کړې وې.

مرستيالې ولسمشرې پر نتن ياهو ټينګار وکړ چې د امريکا او اروپايي اتحاديې لخوا له ترهګرې ګرځول شوې ډلې حماس سره د اوربند تړون ته ورسيږي. په امریکا کې د ولسمشرۍ انتخابات سږ کال د نومبر پر پینځمه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG