د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا حزب الله ډله د ګولان برید ذمه واره بللې ده


د جولای پر ۲۷مه په ګولان کې راکټي برید مرګژوبله اړولې وه.
د جولای پر ۲۷مه په ګولان کې راکټي برید مرګژوبله اړولې وه.

امریکا لبنان مېشته حزب الله ډله د اسراييلو تر ولکې لاندې په ګولان غرونو کې د فوټبال پر ميدان د راکټي برید کولو ذمه واره بللې ده.

د جولای پر ۲۷مه په هغه برید کې ۱۱ ماشومان او کم عمري ځوانان ووژل او یوشمېر ژوبل شول. سپینې ماڼۍ د جولاي پر ۲۸مه په يو بیان کې ويلي چې حمله د لبنان حزب الله کړې او دا دوی راکټ وو چې د دې ډلې تر کنټرول لاندې سيمې څخه توغول شوی وو.

اسراييلو هم د بريد تور پر حزب الله پورې کړی او ويلي يې دي چې د ايران ملاتړې دې ډلې ته به سخت ځواب ورکوي، خو حزب الله په بريد کې له لاس لرو څخه انکار کړی دی. دې حملې په سيمه کې د شخړې لا پراخېدو وېره پیدا کړې چې پکې په غزه کې د اسراييلو د جنګ له امله تاوتريخوالي وار له مخه زیات دی.

په جګړه کې چې څه دپاسه نهه مياشتې وړاندې پیل شوې وه، په لسګونه زره کسان وژل شوي او په محاصره شوې ټوله سيمه کې يې په پراخ کچ بشري ناورین رامینځ ته کړی دی.

لبنان د اسراییلو په شمال کې پروت دی او شیعه ډله حزب الله هلته فعاله ده. حزب الله په ۱۹۸۰ لسیزه کې د اسراییلو پر وړاندې د مقاومت لپاره جوړه شوه او په سیاسي، نظامي، او ټولنیزو برخو کې فعاله ده. هغه ډله په لبنان کې د یو سیاسي ګوند په توګه هم کار کوي او په پارلېمان کې استازي هم لري.

XS
SM
MD
LG