د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د جماعت اسلامي د نیول شویو غړو د خوشې کولو امر کړی دی


عطا تارړ وویل چې د جماعت اسلامي نیول ۳۵ چارواکو د خوشې کولو امر یې کړی دی ـ پخوانی انځور.
عطا تارړ وویل چې د جماعت اسلامي نیول ۳۵ چارواکو د خوشې کولو امر یې کړی دی ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر د جماعت اسلامي له مشرانو سره تر مذاکراتو وروسته ويلي چې حکومت د دې ګوند د نيول شوو ۳۵ غړو د خوشي کولو امر کړی دی.

عطاالله تارړ د جولای پر۲۸مه په راولپنډۍ کې د جماعت اسلامی د روان پرلت ختمولو لپاره د دې ګوند له مشرانو سره مذاکرات وکړل.

تر خبرو اترو وروسته عطا تارړ خبریالانو ته وویل چې حکومت د جماعت اسلامي لخوا د ورکړل شوي فهرست مطابق نیول شوی ۳۵ کسانو د سمدستي توګه د خوشي کولو حکم کړی دی.

په مذاکراتو کې شامل د جماعت اسلامي مخکښ لیاقت بلوڅ خبریالانو ته وويل چې حکومت به د دوی د غوښتنو لپاره يوه تخنيکي کمېټې جوړوي.

جماعت اسلامي په پاکستان کې د زیاتېدونکو ټیکسونو او بجلۍ بلونو ضد د جولای له ۲۷مې پرلت ورکړی او د مري سړک يې د احتجاج په توګه تړلی چې له کبله يې تګ راتګ او د شاوخوا سيمو کاروبار اغېزمن شوی دی.

XS
SM
MD
LG