د لاسرسي ځای

تازه خبر

نېکولاس مادورو د وینېزوېلا د ولسمشرۍ ټاکنې ګټلې دي


مادورو تر بریا وروسته خپلو پلویانو ته وینا کوي ـ د جولای ۲۹مې انځور.
مادورو تر بریا وروسته خپلو پلویانو ته وینا کوي ـ د جولای ۲۹مې انځور.

د جنوبي امریکا هېواد، وېنېزوېلا په ټاکنو کې نېکولاس مادورو بریالی اعلان شوی دی.

په وېنېزوېلا کې د جولای په ۲۸مه د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې، او نېکولاس مادورو د ۵۱ سلنه رایو په ترلاسه کولو د درېیم ځل لپاره د ولسمشر په توګه بریالی اعلان شو.

د وېنېزوېلا ملي ټاکنو شورا د جولای پر ۲۹مه پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې د مخالف ګوند کاندید ادموندو ګونزالېز ۴۴ سلنه رایې ترلاسه کړې دي. مادورو د وېنېزوېلا د متحد سوشلېسټ یا سوسالېسټ ګوند (PSUV) سیاستوال دی. هغه ګوند د وېنېزوېلا پخواني ولسمشر هوګو شاوېز جوړ کړی وو.

حکومت مخالفه ګوند د ټاکنو نتیجې رد کړي دي او د بیا انتخاباتو کولو غوښتنه یې کړې ده. اپوزیشن دعوه کړې چې رایې په ناعادلانه توګه شمېرل شوې دي.

وېنېزوېلا په جنوبي امریکا کې پروت دی چې په شمال کې یې کرېبیین یا کارابیین سمندرګی او شمال ختیځ ته یې د اوقیانوس یا اېټلانټیک بحر دی. وېنېزوېلا له لویدیځ څخه له کولومبیا، له جنوب څخه له برازیل، او له ختیځ څخه له ګایانا سره ګډه پوله لري. پلازمېنه یې کراکس دی. وېنېزوېلا د طبیعي زېرمو، په ځانګړي توګه د تېلو په برخه کې، بډایه هېواد ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG