د لاسرسي ځای

تازه خبر

رینا اميري: طالبان د خپلو پالیسيانو مخالف کسان نیسي


 رينا اميري په يوه غونډه کې - انځور له ارشيفه
رينا اميري په يوه غونډه کې - انځور له ارشيفه

د افغانستان بشري حقونو او افغان ښځو د چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رينا اميري په کابل کې د طالبانو حکومت د جنسیت په اساس د ښځو په تعقیب او نیولو تورن کړل.

رینا امیري د جولای پر ۳مه، د امریکا د استازو جرګې د بشري حقونو کمېشن غونډې ته وویل هغه کسان چې د طالبانو له‌دې پالیسیو سره مخالفت کوي، د هغوی کورنۍ د طالبانو لخوا د ګواښل کېدو، لادرکه کېدو او نیول کېدو له خطر سره مخامخېږي.

په دې غونډه کې د ښځو د حقونو دوو نورو افغان فعالانو، وحیدې امیري او د بښنې نړیوال سازمان څېړونکې میترا مهران هم خبرې وکړي. د دوی تر څنګ د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار هم د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه خپل د سترګو لیدلی حال بیان کړ او زیاته یې کړه چې نړۍ بايد په افغانستان کې د بشري حقونو په ناوړه حالته سترګې پټې نه کړي.

تر اوسه طالبانو د دې خبرو په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو په تېر وخت کې یې له خپلو کړنو دفاع کړې ده. طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې په زور حکومت نیولي. له هغه راهیسې پر نجونو له شپږم ټولګي پورته زده کړې بندې کړي، ښځې يې له کاره ګرځولې او احتجاج کوونکې مېرمنې یې نیولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG