د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې خلک د جګړې تر ودرېدو وروسته د تړلو لارو خلاصېدل غواړي


د پاکستان امنيتي ځواکونه په کورمه کې په ګزمه دي - انځور له ارشیفه
د پاکستان امنيتي ځواکونه په کورمه کې په ګزمه دي - انځور له ارشیفه

د کورمې فعالانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې په سیمه کې د فرقه يیز تاو تریخوالي له امله بندې شوې لارې ژر تر ژره پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې په کورمه کې د شيعه او سني‌ وګړيو ترمنځ جګړه تر اوربند وروسته درېدلي دي، خو د نښتې له امله بندې شوې لارې لا هم تړلې پاتې دي.

په بوشارو کې، د جولای پر۲۴مه د مدګي کلي او مالي خیلو ترمینځ د ځمکې پر سر جګړه پیل شوې وه چې وروسته یې فرقه ييزه بڼه خپله کړه او د کورمې بېلا بېلو برخو ته وغځېده. هغه جګړه تر شپږو ورځو روانه وه چې پکې د روغتیايي چارواکو او پولیسو په وینا ۴۹ کسان ووژل شول او تر ۱۷۰ ډېر ژوبل شول.

د سیمې خلک وايي، پر موبایل انټرنېټ بندیز هم نه دی لېرې شوی. د لقمان خېلو عدنان حیدر د جولای پر ۳۱مه، مشال راډیو ته ویلي چې د دې وضعیت له امله د سیمې د خلکو ستونزې لا هم نه دي حل شوی. بلخوا په پېښور کې د شيعه او سني ځوانانو روان پرلت ګډونوالو د شخړې د دايم حل غوښتنه کړې ده.

د سیمې پولیسو مشر نثار احمد د جولای پر ۳۱مه، مشال راډیو ته وویل چې امنیت په بشپړه توګه ټینګ شي، نو لارې به پرانیستل شي. هغه زیاته کړې چې پر موبایل انټرنېټ بندیز د سیمې امنیت لپاره لګولی دی، تر څو د ټولنیزو رسنیو له لارې د مقدساتو د توهین مخه ونیول شي. نوموړي وویل، سرکاري جرګې د دواړو خواوو ضمانت اخلي چې لارې به د ټولو خلکو لپاره خلاصې وي او هیڅوک به په خپلو سیمو کې د مخالف لوري پر وړاندې کومه کړنه کوي.

د جرګې مشر حاجي نور جاف علي ویلي چې د سیمې د شیعه ګانو له مشرانو سره خبرې شوي او هڅه کوي چې بل فریق هم د دې ضمانت پابند کړي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG