د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګلګت بلتستان سوداګرو د احتجاج په توګه چین ته تلونکې لاره تړلې ده


ګلګت بلتستان د خنجراب له لارې له چین سره لکېدلی دی - انځور له ارشیفه
ګلګت بلتستان د خنجراب له لارې له چین سره لکېدلی دی - انځور له ارشیفه

د پاکستان تر واک لاندې په ګلګت بلتستان کې سوداګرو د نویو حکومتي ټیکسونو (مالیو) پر ضد د خنجراب لاره احتجاجاً تړلې ده.

خنجراب ګلګت بلتستان سیمه له چین سره نښلوي او دا لاره د سوداګرۍ ترڅنګ د سیلګرۍ لپاره هم کارېږي. سوداګرو هلته له یوې اونۍ راهیسې احتجاج ته دوام ورکړی دی او له حکومته غواړي چې د پخوا په څېر دې یې سیمه له مالیو مستثنا وساتي.

د ګلګت بلتستان د سوداګرۍ خونې يا چيمبر اف کامرس مشر عمران علي د جولای پر ۳۱مه مظاهرچیانو ته وويل چې ګاونډي چين ته لار یې لږه خلاصه کړې او بهرني سیلانیان ورباندې تګ راتګ کولای شي.

هغه وویل، له چینه ګلګت بلتستان ته د مالونو پر لېږد حکومتي ټېکس ځکه نه مني چې سيمه یې د پاکستان په ایین او قانون کې ځانګړی حیثیت لري چې له کبله یې هلته هغه ټیکسونه نه شي لګېدای چې د پاکستان په نورو سیمو کې لګېدلي دي.

عمران علي زیاته کړه چې د ګلګت بلتستان سیمې خلک له چین سره محدود تجارت لري او نو که مالیې ورباندې ولګي نو د خلکو ستونزې به زیاتې شي.

د پاکستان حکومت لا په ګلګت بلتستان کې د سوداګرو د احتجاج او څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د مالیې وزیر محمد اورنګزېب د جون پر ۱۲مه قامي اسمبلۍ ته د بجټ وړاندې کولو پر مهال ویلي ول چې د هېواد هېڅ برخه باید له مالیو مستثنا پاتې نه شي.

ګلګت بلتستان د پاکستان تر واک لاندې سیمه ده چې پخوا د "شمالي سیمو" په نوم یادېده.

په ۲۰۰۹ز کال کې د پاکستان د هغه مهال ولسمشر اصف علي زرداري د یوه امر په لاسلیکولو شمالي سیمو ته محدوده کورواکي ورکړه او رسمي نوم یې ګلګت بلتستان کړ. خو پر دې سربېره د سیمې اییني حیثیت پوره روښانه نه دی.

په ۱۹۴۹ز کال کې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر هغه سیمه پاکستان ته سپارلې وه.

هغه سیمه د پاکستان لپاره ځانګړی جغرافیايي او اقتصادي ارزښت لري ځکه چې د چین - پاکستان اقتصادي لاره له هغه ځایه پیلېږي.

XS
SM
MD
LG