د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پنجاب او سیند کې د کچې غلو ۶ پولیس وژلي دي


په سیند کې پولیس د کچې غلو پرضد د عملیاتو پر مهال - پخوانی انځور.
په سیند کې پولیس د کچې غلو پرضد د عملیاتو پر مهال - پخوانی انځور.

چارواکي وایي، په پنجاب او سیند صوبه کې په دوو جلا، جلا پېښو کې شپږ پولیس وژل شوي دي.

د سیند صوبی ګوټکي ضلعې د پوليسو مشر ډاکټر سمیر نور چنا د اګست په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د جولای پر ۳۱مه د کچې غلو درې سرتېري هغه مهال ووژل چې هغوی دندې ته پر لاره ول.

په عين وخت کې له سيند صوبی سره په پوله د پنجاب په صادق اباد کې هم د کچې غلو د پنجاب پوليسو درې سرتېري وژلي دي.

د صادق اباد پوليسو د جولای پر ۳۱مه په بيان کې ويلي چې غلو د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ او سرتېري یې ووژل.

تر دې وړاندې د جولای پر ۲۸مه هم د سیند په ګوټکي کې د کچې غلو دوه پولیس وژلي ول.

د "کچې غله" اصطلاح د هغو ډاکوانو او وسلوالو لپاره کارېږي چې د سیند او پنجاب په سرحدي سیمه کې فعالیت کوي. کچه د هغې سیمې نوم دی چې له خیبر پښتونخوا څخه د عرب سمندرګي پر لوري د بهېدونکي اباسین دواړو غاړو ته پرته ده. هغه سیمه سلګونه مربع کېلومیټره رقبه لري.

هغه غله او ډاکوان، له بېلا بېلو ځایونو څخه خلک تښتوي، خپلې سیمې ته یې انتقالوي او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشې کوي.

چارواکي وایي په هغه سیمه کې له اوږدې مودې راهیسې د پولیسو او رېنجرز ځواکونو عملیات روان دي، خو پر دې سربېره هم هلته وسلوال غله پر پولیسو، ټرانسپورټرانو او کاروباريانو حملې کوي او هغوی تښتوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG