د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د باران اټکل شوی دی


په کابل کې یو شپون په بارانه کې رمه روانه کړې ده ـ د جون پینځمې انځور.
په کابل کې یو شپون په بارانه کې رمه روانه کړې ده ـ د جون پینځمې انځور.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ریاست په ۱۸ ولایتونو کې د بارانونو اټکل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د اګست پر درېیمه په یوه اعلاميه کې لیکلي، د اګست پر څلورمه په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګو، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، کندهار او اوروزګان ولایتونو کې له ۱۵ څخه تر ۴۰ ملي میټره پورې د ورښتونو امکان دی.

ریاست په ځینو ولایتونو کې د باران له وجې د سېلابونو خبرداری هم ورکړی دی.

بیان وايي، د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیزو، جنوبي، ختیزو او مرکزي ولایتونو کې د سخت طوفان امکان هم دی. ریاست زیاتوي چې د سیلۍ یا طوفان رفتار له ۵۰ څخه تر ۸۰ کېلومیټر في ساعت پورې کېدای شي.

په وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ورښتونو، سېلابونو او نورو طبیعي ناورینونو له کبله سلګونو کسانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG