د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کواټ کې په ټرافیکي پېښه کې یو تن وژل شوی، ۲ ژوبل دي


چارواکي وايي پېښه د کواټ په کوتل کې شوې ده.
چارواکي وايي پېښه د کواټ په کوتل کې شوې ده.

د خیبر پښتونخوا په کواټ کې په ټرافیکي پېښه کې یو تن وژل شوی او دوه ژوبل شوي دي.

په سیمه کې د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند جواد اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې پېښه د اګست پر څلورمه د کواټ او پېښور ترمینځ د سړک په کوتل یا غاښي کې شوې.

دی وايي، د لارۍ بېک کار پرېښود او له هغه غرییز سړک لاندې، ژورې کندې ته پرېوت.

اپرېدي زیاته کړه چې ژوبل کسان یې روغتون ته لېږدولي دي.

په کواټ کې پر هغه سړک اکثر ټرافیکي پېښې د کږلېچونو او پېچومو له امله کېږي. دا د پېښور او کواټ ترمینځ په غرونو کې پروت سړک دی چې په ۲۰۰۳ز کال کې د کواټ سرنګ تر پرانیستو مخکې به ټول تګ راتګ ورباندې کېده.

د پاکستان په مختلفو سیمو کې وخت په وخت مرګونې ټرافیکي پېښې کېږي. د جون پر ۲۸مه په سوات کې د ښوونځي د زده کوونکو یو بس ژورې کندې ته پرېوت چې پکې یو ماشومان ووژل شو او ۳۰ ژوبل شول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او دا راز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG