د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلامي همکاريو سازمان په غونډه کې د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې شوې دي


د اسلامي همکاريو سازمان د اګست پر څلورمه د سعودي‌ عرب په جده کې غونډه وکړه.
د اسلامي همکاريو سازمان د اګست پر څلورمه د سعودي‌ عرب په جده کې غونډه وکړه.

د اسلامي همکاريو سازمان د اګست پر څلورمه په يوه بيان کې وويل چې د سازمان جنرل سېکرټري حسين ابراهيم طهه پر هم ياده نېټه د سعودي په جده ښار کې د سازمان د وزيرانو شورا د ۵۰مې غونډې په لومړۍ ناسته کې د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې کړې دي.

په بيان کې په دې اړه زيات تفصيل نه دی ورکړل شوی. دا په داسې حال کې ده چې او ايي سي په وار وار د افغانستان پر واکمنو طالبانو له دې امله نيوکې کړې دي چې په هغه هېواد کې د نجونو او مېرمنو پر زده کړو او کار بنديز دی.

د افغنستان لپاره د او ايي سي ځانګړي استازي طارق علي بخيت د روان ۲۰۲۴ز کال په اپرېل مياشت کې د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته په سفر کې له طالب چارواکو سره په خبرو کې د ښځو د اساسي حقونو د تامين پر اړتيا ټينګار کړی وو.

د افغانستان واکمن طالبان وايي، د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG