د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردن د بهرنیو چارو وزیر د منځني ختیځ په کړکېچ د خبرو لپاره ایران ته تللی دی


د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان (ښي خوا ته) په تهران کې د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي سره ګوري ـ د اګست څلورمې انځور.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان (ښي خوا ته) په تهران کې د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي سره ګوري ـ د اګست څلورمې انځور.

اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي په منځني ختیځ کې د مخ پر زیاتیدونکي کړکیچ په اړه د خبرو لپاره په ناڅاپي سفر تهران ته تللی دی.

د فلسطین "سما او الجزیره" خبري اژانسونو د صفدي په حواله ویلي، "د اسراییلو له خوا یې ایران ته کوم پیغام نه دی راوړی، خو په سیمه کې د سولې، ثبات او امنیت غوښتونکی دی".

اردن له اسراییلو سره ښې اړیکې لري.

صفدي د اګست پر څلورمه، په تهران د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي باقري کني سره ګډې خبري غونډې ته وویل چې د سفر موخه یې په سیمه کې د کړکیچ د زیاتیدو د مخنیوي په اړه په هغو روښانو خبرو اترو کې ګډون دی، چې د دواړو هېوادونو ترمینځ په صداقت او شفاف ډول ترسره او اختلافونه راکم کړي.

خو صفدي او کني، په تېرو دوو ورځو کې دوه ځلې په ټېلېفوني خبرو کې په تهران کې د حماس ډلې د مشر اسماعیل هنیه د وژنې او په سیمه کې د بدلونونو په اړه خبرې کړي دي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس ترهګره ډله ګڼي .

له ۲۰۱۵ زکال راهیسې دا لومړی ځل دی، چې ایران ته د اردن د بهرنیو چارو یو وزیر سفر کوي. د راپورونو پر بنسټ، د دې ویره شته چې د غزې جګړه په سیمه کې پراخه شي.

ایران او ملاتړ ډلې یې د لبنان حزب الله ویلي، پر تهران او بیروت د مرګونو بریدونو غچ اخلو. ایران وايي، دا بریدونه اسراییلو کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای په ۳۱مه، د اسراییلو په هوايي برید کې، چې د لبناني پلازمېنې بیروت کې د حزب الله لوړ پوړی قوماندان فوعد شوکر ووژل شو. تر دې یوه ورځ وروسته په تهران کې د حماس سیاسي دفتر مشراسماعیل هنیه ووژل شو.

XS
SM
MD
LG