د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنګلادېش وزیراعظمې شیخ حسینه واجد استعفا ورکړې او له هېواده وتلې ده


د شیخ حسینه واجد پخوانی انځور.
د شیخ حسینه واجد پخوانی انځور.

د بنګلادېش وزیراعظمې شېخ حسینه واجد د اګست پر پنځمه له خپلې څوکۍ استعفا کړې او له هېواده وتلې ده.

دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د بنګلادېش په پلازمینه ډاکه او نورو ښارونو کې مظاهرې او تاوتریخوالی زیات شوی وو.

د اګست پر څلورمه په هغه هېواد کې په مرګونو مظاهرو کې لږ تر لږه ۹۰ کسان ووژل شول چې په غبرګون کې یې د اګست پر پینځمه قهرجنو مظاهره چیانو د صدرات په ماڼۍ هم یرغل ور وړی.

د بنګلا دیش د پوځ لوی درستیز جنرال واکر الزمان په یوه بیان کې د شېخ حسینې د استعفی او له هېواده وتل تایید کړل او ویې ویل چې عبوري حکومت به رامنځته شي.

حسینه واجد د استعفا او له هېواده وتلو خبر تر خپرېدو وروسته د راپورونو له مخې مظاهره چیانو پر سړکونو خوشالۍ کړي او جشنونه یې نیولي دي.

په بنګلادېش کې د جولای میاشت راهسې د سرکاري نوکریو د کوټې یا پکې د برخې ځانګړي کولو پر سر پراخ لاریونونه پیل شوي ول چې پکې مرګژوبله اوښتې وه. وروسته لاریون کوونکو له وزیراعظمې د استعفا غوښتنه هم وکړه.

احتجاج کونکو د هغې لانجمنې کوټې سیستم ختمولو غوښتنه کوله چې پکې د حکومت دندې لپاره ۳۰ سلنه څوکۍ د هغو کسانو خپلوانو ته ځانګړې شوې وې چې په ۱۹۷۱ز کال کې د بنګلادېش د خپلواکۍ په جګړه کې یې ګډون کړی وو.

د جولای په میاشت کې د احتجاجونو په مهال په نښتو کې لږترلږه۲۰۰ کسان وژل شوي ول.

حکومت د مظاهرو د کمولو لپاره ځینې اقدامات کړي ول او لومړی یې د انټرنیټ بشپړ بندیز ولګاوه، ترڅو مظاهره کوونکي د اړیکو له لارې منظم نشي. بیا حکومت د کوټې سیستم ته بیاکتنې ژمنه وکړه، خو دا اقدامات ناکافي ثابت شول او مظاهرې لا پسې زیاتې شوې.

په ۱۹۴۷ز کال کې زېږیدلی شیخ حسینه واجد د بنګلادېش د بنسټ ایښودونکي او د خپلواکۍ د مبارزې مشر شیخ مجیب الرحمن لور ده. هغه په ۱۹۸۱ز کال کې د سیاست میدان ته لاړه او په لومړي ځل په ۱۹۹۶ز کال کې د خپل هېواد وزیراعظمه شوه. وروسته یې هم هغه څوکۍ څو ځل وګټله.

د روان ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې په بنګلادېش کې ټاکنې وشوې او حسینه واجد د څلورم ځل لپاره وزیراعظمه وټاکل شوه.

د هغې واکمنۍ په دوران کې اقتصادي وده، د تعلیم پرمختګ، او د ښځو حقوقو ته وده ورکړل شوه، خو د هغې حکومت په ځینو مواردو کې د فساد او زورواکۍ له امله تر نیوکو لاندې راغلی دی.

په بنګلادېش کې د وروستيو احتجاجونو په سر د بشري حقونو ډلې د شیخ حسینه واجد حکومت تورن کړی وو چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره له دولتي بنسټونو ناوړه ګټه اخلي او د مخالفینو د ماورای عدالت وژنو په ګډون د مخالفت مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG