د اسلامي همکاریو سازمان د ایران او پاکستان په غوښتنه د بهرنیو چارو وزیرانو بیړنۍ غونډه د اګست پر اوومه په سعودي عرب کې رابللې ده.
د سعودي عرب په مشرۍ د اسلامي همکاریو سازمان د اګست پر پنځمه ویلي: "په ساحلي ښار جده کې په دې غونډه کې به پر فلسطین د اسراییلي قبضې د جرمونو او د اسماعیل هنیه د وژنې په اړه خبرې وشي."
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د اسلامي همکاریو سازمان دا غونډه تهران او د اسلام اباد په خواست رابلل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ایران په تهران کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژنې په لړ کې د غبرګون په اړه غور کوي. امریکا او اروپايي اتحادیې حماس یوه ترهګره ډله بللې ده.
په اسلامي همکارۍ سازمان کې ۵۷ هېوادونه شامل دي او دا سازمان ځان د اسلامي نړۍ غږ بولي. د کوچني عرب لیګ برعکس، په دې کې د ایران، پاکستان او ترکیې په ګډون غیر عرب نفوذ لرونکي هیوادونه هم شامل دي.