د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي د ځينو افغان سفارتونو ورکوونکې وېزې نه مني


په کابل کې د افغانستان د بهرنيوو چارو د وزارت وداني
په کابل کې د افغانستان د بهرنيوو چارو د وزارت وداني

په افغانستان کې د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د هغو افغان سفارتونو له خوا ورکول کېدونکې وېزې نه مني چې له دوی سره اړیکې نه ساتي.

د طالبانود بهرنیو چارو وزارت د اګست پر پينځمه، په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د جولای له دېرشمې وروسته هغه اسناد او وېزې د منلو نه دي‌ چې په سويټزرلينډ، یونان، سویډن، بیلجيم، فرانس، کاناډا، ناروې، اسټراليا، انګلینډ، اسټریا، پولینډ او ايټاليه کې د افغانستان سفارتونه ورکوي.

طالبانو ویلي چې دا سفارتونه د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزارت سره همغږي نه لري. البته زیاته کړې یې ده چې په اروپا کې د هالنډ، چيک جمهوریت، بلغاريه او سپېن (هسپانيا) د افغانستان له سفارتونو او د جرمني له ميونخ له قونسلګرۍ څخه صادرېدونکي اسناد د منلو وړ دي.

تېره اونۍ هم په کابل کې د طالبانو حکومت د ځينو سفارتونو په اړه ويلي وو چې له مرکز سره د جوړجاړي نه کولو له وجې د هغوی لخوا ورکول کېدونکي اسناد نه مني. دا همغه سفارتونه دي‌ چې اوس یې ورکول کېدونکې وېزې هم د طالبانو لخوا نه منل کېږي. تر اوسه دغو سفارتونو په دې اړه څه نه دي‌ ويلي خو د تېرې اونۍ د طالبانو امر یې غندلی وو او زیاته کړې یې وه چې دوی به د کوربه هېوادونو په تاييد د وېزو او نورو اسنادو ورکولو ته دوام ورکوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په زور په افغانستان کې حکومت نیولی دی. د نړۍ هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسميت نه دی پېژندلی خو ځينو هېوادونو د افغانستان سفارتونه د دوی استازو ته سپارلي دي. البته په ځينو افغان سفارتونو کې لا هم د تېر جمهوري حکومت سفیران کار کوي چې ځينو یې د طالبانو له حکومت سره اړیکې پيل کړې خو ځينو یې دا کار نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG