د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان راپور رد کړی دی


د طالبانو حکومت وایي په ورستیو کې ډېرې کډوال وطن ته ستانه شوي دي ـ پخوانی انځور.
د طالبانو حکومت وایي په ورستیو کې ډېرې کډوال وطن ته ستانه شوي دي ـ پخوانی انځور.

په افغانستان کې طالبانو حکومت د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) هغه راپور رد کړی دی چې پکې راغلي دي چې په تېرو څلورو کلونو کې له افغانستانه نېږدې اته مېلیونه کسان کډه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت د اګست پر شپږمه په یوه بیان کې ویلي، ځینې سازمانونه د مرستو ټولولو په خاطر "غلط معلومات" خپروي چې هغه د افغانستان پر خلکو اغېز کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ای او ایم په خپل وروستي راپور کې ویلي دی چې له ۲۰۲۰ز کال راهیسې شاوخوا اته مېلیونه افغانان ګاونډیو او اروپایي هېوادونو ته کډه شوي دي.

سازمان د کډوالو او بې ځایه شویو کسانو د ملاتړ او مرستې لپاره کار کوي او د کډوالۍ په اړه معلومات او راپورونه خپروي.

د طالبانو د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت ویلي، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل راهیسې تراوسه په دومره شمېر کې خلک له افغانستان څخه نه ول کډوال شوي.

د وزارت په خبره، په وروستیو څلورو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې له افغانستانه د خلکو د وتلو پرتله هېواد ته ډېر کسان ستانه شوي دي. وزارت وايي، په وروستیو درو کلونو کې هېواد ته ۳۷ لکه وګړي افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې ایران ته له ورغلیو افغانانو څخه یې ۷۵ سلنه ځکه کډوال شول چې په افغانستان کې یې کار نه شو موندلای.

XS
SM
MD
LG