د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې په ۲ ورځو کې ۳۶ تنه په دار ځړول شوي دي


د بشري حقونو ډلې وايي ایرانی حکومت د وېرې ترهې خپرولو لپاره خلک اعداموي - پخوانی انځور.
د بشري حقونو ډلې وايي ایرانی حکومت د وېرې ترهې خپرولو لپاره خلک اعداموي - پخوانی انځور.

د بشري حقونو یوه اداره وايي، ایران د ۲۰۲۴ز کال د اګست پر شپږمه او اوومه د دوو افغانانو په ګډون ۳۶ کسان اعدام کړي دي.

په ناروې کې د ایران هیومن رایټس (ای اېچ ار) په نوم د بشري حقونو یوې ادارې د اګست په اوومه په خپل راپور کې ویلي دي چې له هغو کسانو څخه د دوو افغانانو په ګډون ۲۶ تنه د کرج په قزلحصار زندان کې په ډله ییز ډول په دار ځړول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران تر دې یوه ورځ مخکې د "ښځه، ژوند، ازادي" په نوم د مظاهرو پر مهال د ګرفتار شوي فعال د اعدامولو پر سر له نړیوالو غندنو سره مخامخ شو. د ۲۰۲۲ز کال هغه پراخې مظاهرې د پولیسو په حراست کې د یوې نجلۍ مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شوې وې.

د بشري حقونو ډلو په بیا بیا پر تهران تور پورې کړی دی چې د ۲۰۲۲ز کال تر مظاهرو وروسته په ټولنه کې د وېرې، ترهې خپرولو لپاره خلک اعداموي.

۲۲ کلنه اميني د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې د ایران د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د حجاب د قانون د سرغړونې په تور نيولې وه. فعالانو او د هغې کورنۍ ویلي ول چې هغه د پولیسو د تشدد له وجې مړه شوې، خو چارواکو یې د مرګ لامل د زړه درېدل ښوولي ول.

د ایران د بشري حقونو اداره او په ایران کې د بشري حقونو یو بل مرکز وايي چې تازه اعدام شوي کسان د وژنو، د نشه يي موادو له کاروبار سره په تړلو فعالیتونو او جنسي تورونو لپاره مجرمان بلل شوي ول.

دا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې افغانان اعدامېږي. تر دې مخکې د ۲۰۲۴ز کال د جولای پر دویمه نېټه هم د شیراز په زندان کې دوه افغانان په دار ځړول شوي ول.

یاده اداره او په ایران کې د بشري حقونو یو بل مرکز وايي چې اعدام کړل شوي کسان په وژنو، د نشيي موادو سره په تړلو مقدمو او جنسي تورونو په کیسونو کې ککړ ګرځول شوي ول.

د بشري حقونو ډلو ایران په وار وار تورن کړی چې د ۲۰۲۲م کال د مظاهرو وروسته په ټولنه کې د ویرې ترهې خپرولو لپاره د اعدام سزاګانې ورکوي.

XS
SM
MD
LG