د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د باران له وجې د سېلابونو امکان دی


د روان کال په مې کې په بغلان کې سېلابونو ګڼ خلک اغېزمن کړي ول.
د روان کال په مې کې په بغلان کې سېلابونو ګڼ خلک اغېزمن کړي ول.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ریاست په اووه ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د اګست پر اوومه په اعلامیه کې ویلي چې د اګست پر اتمه په خوست، پکتیا، پکتیکا، نورستان، کونړ، لغمان او ننګرهار کې له ۱۵ څخه تر ۳۰ ملي میټره پورې د باران امکان دی.

ریاست په بیان کې د باران له وجې د سېلابونو خبرداری هم ورکړی دی. په وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ورښتونو، سېلابونو او نورو طبیعي ناورینونو له کبله سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د روانې اونۍ په پیل کې ویلي ول چې په افغانستان کې وروستیو بارانونو او سېلابونو تر ۸۳،۰۰۰ زیات کسان اغېزمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG