د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو امریکایي چارواکی وایي په افغانستان کې د ۳ بندي امریکایانو د خوشې کولو هڅه کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ یو پخوانی انځور.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ یو پخوانی انځور.

امريکايي چارواکي وايي په افغانستان کې د طالبانو له بنده د خپلو درو وګړو د خوشې کولو هلې ځلې کوي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ډېپلومات او د نیول شويو د خوشې کولو لپاره د امريکايي ولسمشر ځانګړي استازي راجر ډي کارسټېنز د اګست پر ۱۰مه پر اېکس ليکلي چې د طالبانو په بند کې د راین کوربېټ او محمود شاه حبیبي دوه کاله پوره شول.

هغه زیاته کړې چې د هغو دوو او يو بل امريکايي وګړي جارج ګلېزمن د خوشې کولو لپاره به هر کوښښ وکړي.

حبيبي د افغانستان تابعيت هم لري او په تېر جمهوري حکومت کې د ملکي هوايي چلند ادارې مشر وو. امريکايي چارواکي وايي طالبانو هغه، د بشري حقونو فعال، کوربېټ او سيلانی ګلېزمن په ۲۰۲۲ز کال کې په جلا جلا وختونو کې په کابل کې نيولي دي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د جولای پر درېيمه په کابل کې په يوه خبري غونډه کې ويلي ول چې د هغو امريکايي بندیانو په اړه یې له امريکايي چارواکو سره مذاکرات روان دي.

XS
SM
MD
LG