د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: پوځ دې په سیاست کې لاسوهنه ودروي


محمود خان اڅکزی په پښین کې جلسې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
محمود خان اڅکزی په پښین کې جلسې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د ایین ساتنې غورځنګ (تحریک تحفظ ایین پاکستان) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پر پوځ غږ کړی چې په سیاست کې دې لاسوهنه ودروي.

اڅکزي د اګست پر ۱۰مه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې تور پورې کړ چې د پاکستان پوځ ۷۵ کاله په حکومت او سیاست کې مداخله کړې چې ملک ته یې د ګټې په ځای زیان رسېدلی دی. "پوځ او امنیتي ادارې زموږ سر، سترګې دي، خو دوی ته وایم چې تاسو ۷۵ کاله په سیاست کې ګوتې ووهلې. نتیجه یې دا شوه چې زموږ ملک تقسیم شو او اوس هم وینو چې ملک مو ډېر په بد حال کې دی."

د پاکستان پوځ په ۱۹۴۷ز کال کې د هېواد له جوړېدو راهیسې په بېلابېلو وختونو کې د درو کودتاګانو له لارې څه باندې درې لسیزې حکومت کړی، خو اڅکزی وايي چې په غیرمستقیم ډول په ملکي چارو کې د استخباراتي ادارو کردار "همېشنی" دی.

د پاکستان پوځ په سیاسي چارو کې د مداخلې تور ردوي. البته د پاکستاني پوځ پخواني مشر جنر قمر جاوېد باجوه د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د خپلې دندې پای ته رسېدو پر مهال دعوه کړې وه چې پخوا که هر څنګه ول خو "اوس پوځ په سیاست او حکومت کې ګوتې نه وهي."

د پوځ اوسني ویاند جنرال احمد شریف چودري د اګست پر پینځمه په یوه خبري غونډه کې په سیاسي چارو کې د مداخلې تورونه رد کړل او زیاته یې کړه چې د پوځ دنده "د امنیت برابرول او د ضرورت په وخت له ملکي حکومت سره د چارو په سمبالولو کې مرسته کول دي."

د پاکستان د ایین ساتنې په غورځنک کې پاکستان تحریک انصاف، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، سني تحریک، بلوچستان نیشنل پارټي (مېنګل)، جماعت اسلامي او وحدت المسلمین شامل دي.

XS
SM
MD
LG