د لاسرسي ځای

تازه خبر

د المپيک په سیاليوو کې امريکايي لوبغاړو تر ټولو ډېر ميډالونه وګټل


د المپيک د پای غونډه - انځور له ارشیفه
د المپيک د پای غونډه - انځور له ارشیفه

د فرانس په پلازمېنه پاریس کې د ۲۰۲۴م کال د اولمپیکس لوبې بېګا پای ته ورسېدې.

د جولايي پر ۲۶مه پیل شویو دې لوبو کې امریکا لومړی، چین دویم او جاپان دریم مقام تر لاسه کړی دی. امریکا په مجموعي توګه ۱۲۶ میډالونه ګټلي چې ۴۰ پکې د سرو زرو، ۴۴ د سپینو زرو او ۴۲ د پیتلو تمغې شاملې دي.

چین ټولې ۹۱ تمغې ګټلې دي چې ۴۰ پکې د سرو زرو، ۲۷ د سپینو زرو او ۲۴ د پیتلو هغه شاملې دي. جاپان بیا ټول ۴۵ میډالونه ترلاسه کړي چې ۲۰ یې د سرو زرو، ۱۲ د سپینو زرو او ۱۳ د پیتلو ګټلي دي.

په دې سیاليوو کې د پاکستان ارشد نديم د نېزې ویشتلو په سیالۍ کې د سرو زرو ميډال ګټلی.

د اولمپیکس لوبې هر څلور کاله وروسته ترسره کېږي. ټاکل شوې چې راتلونکې هغه به په ۲۰۲۸م کال کې د امریکا په لاس اینجلس ښار کې وي.

XS
SM
MD
LG