د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان نن پر افغانستان د واکمنېدو درېیمه کلیزه لمانځي


یوشمېر طالب مشران په یوه غونډه کې د ګډون پر مهال - پخوانی انځور.
یوشمېر طالب مشران په یوه غونډه کې د ګډون پر مهال - پخوانی انځور.

د طالبانو سرپرست حکومت د اګست پر ۱۴مه په سخت امنیت کې د خپلې واکمنۍ درېیمه کلیزه لمانځي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه، چې د افغانستان د هجري شمسي کال د زمري یا اسد میاشتې له ۲۴مې سره سمون خوري، کابل ونیوه چې ورسره سم د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون لوړپوړو حکومتي چارواکو هېواد پرېښود او جمهوري نظام ړنګ شو.

د طالبانو د حکومت سرتېرو د اګست پر ۱۴مه د کابل په شمال کې د بګرام په پوځي اډه کې پرېډ وکړ. هغه اډه تر ۲۰۲۱ز کال پورې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لوی پوځي مرکز وو.

دا په داسې حال کې ده چې پر درو کلونو تېرېدو سربېره د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبان پر افغانستان واکمنېدل د خپل "بري" او "د امریکايي اشغال ختمېدو" ورځ بولي او د زمري میاشتې ۲۴مه یې عمومي رخصتي (چوټي) اعلان کړې ده.

پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خلکو د طالبانو د حکومت بیرغونه نیولي دي او په غونډو کې شریک دي.

خو د هغه هېواد یوشمېر اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي دي چې طالبانو د هغې ورځې لمانځلو ته اړ ایستلي، خپل بیرغونه په خلکو وېشي او ورڅخه په لمانځغونډو کې د ګډون غوښتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG