د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف وايي په راتلونکو ورځو کې به د برېښنا بیې ټیټې کړي


په کراچۍ کې خلک د برېښنا لوړو بیو پرضد مظاهره کوي، یو کس د بجلۍ بېل سوځوي - پخوانی انځور.
په کراچۍ کې خلک د برېښنا لوړو بیو پرضد مظاهره کوي، یو کس د بجلۍ بېل سوځوي - پخوانی انځور.

د پاکستان وزیراعظم ويلي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د بجلۍ د بیو کمولو اعلان وکړي.

شهباز شريف د اګست پر ۱۴مه د پاکستان د جوړېدو ورځې په مناسبت يوې غونډې ته په وینا کې وويل چې ګرانۍ، بېروزګارۍ او د برېښنا لوړو بېلونو خلک پرېشانه کړي او دی د دې خبرې احساس لري.

هغه خلکو ته وويل چې د بجلۍ د قیمتونو په اړه به "ډېر ژر ښه خبر" ورکړي ځکه چې په وینا یې چې د بیو له کمولو پرته پاکستان اقتصادي پرمختګ نه شي کولای. شریف البته د برېښنا د نرخ کمولو مشخصه نېټه و نه ښوده.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې له یوې مودې راهیسې خلکو د برېښنايي پارچاو یا لوډشیډنګ او د بجلۍ لوړو بېلونو پرضد مظاهرې کړې دي. خلک شکایت کوي چې بجلي نه وي خو بېلونه ورلېږدول کېږي.

شهباز شریف د خلکو تر سخت غبرګون وروسته د برېښنا لوړو بیو او پارچاو په اړه ځانګړې غونډه وکړه او يوه پلټینزه کمېټۍ يې جوړه کړه.

په پاکستان کې په تېرو کلونو کې د حکومتي رعایتونو له ختمېدو له وجې د تېلو، ګیس او برېښنا بیې لوړې شوې دي. هغه هېواد له ۲۰۱۹ کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

د پاکستان حکومتونو په تېرو کلونو کې د ای اېم اېف د پور د پروګرامونو شرطونو پوره کولو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي چې پکې پر انرژۍ او نورو شیانو د رعایت ختمول، کفایت شعاري، د سرکاري لګښوتو کمول، نوي ټیکسونه لګول او د مالیو غونډولو نظام پراخول شامل دي.

XS
SM
MD
LG