د لاسرسي ځای

تازه خبر

دالبندين کې پينځه کسان تر وژلو وروسته ځړول شوي


د بلوچستان په سرښار کوټه کې پوليس په هدفي بريد کې د وژل شويو کسانو د جسدونو کتنه کوي ـ انځور له ارشيفه
د بلوچستان په سرښار کوټه کې پوليس په هدفي بريد کې د وژل شويو کسانو د جسدونو کتنه کوي ـ انځور له ارشيفه

د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه دالبندین کې وسلوالو پينځه کسان وژلي او بیا یې د هغوی مړي د برېښنا (بجلۍ) له ستنو ځړولي دي.

د دالبندین مرستيال انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) عبدالباسط بزدار مشال راډیو ته وویل چې پېښه د اګست پر ۱۶مه سهار مهال د دالبندین کالج ته نېږدې په سورګل سیمه کې شوې ده.

د نوموړي په وینا، پينځه واړه کسان لومړی ویشتل شوي او بیا یې مړي ځړول شوي دي.

تر اوسه د وژل شویو کسانو پېژندګلوي نه ده شوې او لا یې چا د وژلو ذمه واري هم نه ده منلې.

د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې تر دې وړاندې هم دا ډول پېښې شوې دي چې اکثر پکې زایرین، مزدوران او امنيتي سرتېري په نخښه شوي دي. له هغو څخه یې د زیاتره پېښو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالو ډلو منلې ده.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG