د لاسرسي ځای

تازه خبر

میا افتخار حسېن: فېض حمید ته دې له قانون سره سمه سزا ورکړل شي


د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا صوبايي مشر ميا افتخار حسين په سوات کې "د بابړې شهیدانو" په یاد غونډې ته وینا کوي.
د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا صوبايي مشر ميا افتخار حسين په سوات کې "د بابړې شهیدانو" په یاد غونډې ته وینا کوي.

د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا صوبايي مشر ميا افتخار حسين وايي چې د استخباراتي ادارې - ای ایس ای - پخواني مشر لېفټیننټ جنرال فيض حميد ته دې له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.

ميا افتخار حسېن دا څرګندونې د اګست پر ۱۶مه د سوات په مېنګوره کې بابړې غمیزې په یاد د عوامي نېشنل ګوند له خوا جوړې شوې غونډې ته په وينا کې کړې دي. په دې غونډه کې د عوامي نېشنل ګوند د غړو تر څنګ په سلګونه ځايي خلکو او فعالانو برخه اخیستې وه.

نوموړي تور پورې کړی چې پخواني پوځي جرنېل فېض حميد د خپلو اختياراتو د ناسم استعمال په کولو سره له وسله والو سره لوظنمامې کړې وې. میا افتخار حسېن وویل، "فېض حميد چې کله د استخباراتي ادارې مشر وو نو د خپلو اختياراتو ناسم استعمال يې کړی وو."

د غونډې یو عکس
د غونډې یو عکس

د عوامي نېشنل ګوند صوبايي‌ حسېن شاه یوسفزي پوښتنه راپورته کړه چې د ده په وینا، له افغانستان څخه ۴۰ زره پاکستاني وسله والو چا راوستل او چا ورسره تړون وکړ؟

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ وايي د استخباراتي ادارې (ای ايس ای) پخواني مشر جنرال فیض حمید د مقدمې په تړاو یې درې نور پخواني افسران هم نیولي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۵مه په لنډ بیان کې ویلي دي چې له "پخوانیو افسرانو او د هغوی له ملګرو څخه د مشخصو سیاسي ګټو ترلاسه کولو لپاره د بې ثباتۍ زېږولو" په تور "نورې پلټنې روانې" دي.

دا له هغه وروسته ده چې پوځ د اګست پر ۱۲مه په بیان کې وویل چې فېض حمید یې نیولی او د هغه پر وړاندې د پوځي قوانینو له مخې مقدمه روانه ده. ای اېس پي ار هغه مهال ویلي ول چې فېض حمید یې د درغلیو په مقدمه کې د پاکستان د سپريم کورټ د امر پر اساس نیولی دی.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG