د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت له ازبکستان سره ۵ تړونونه لاسلیک کړل


عاريپوف له متقي سره په کابل کې
عاريپوف له متقي سره په کابل کې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ګاونډي‌ هیواد ازبکستان سره د اګست پر ۱۷مه پنځه تړونونه لاسلیک کړي دي.

د طالبانو د حکومت بهرنيوو چارو وزارت د اګست پر ۱۷مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ازبکستان وزیراعظم عبدالله عاریپوف د اګست پر ۱۷مه د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی او هلته یې له طالب چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

د خبرپاڼې ترمخه، د دواړو غاړو ترمنځ لاسليک شوي تړونونه د سوداګرۍ، پانګونې، کانونو، پټرولیم، کرنې او مالدارۍ په برخو کې شوي دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د ازبکستان پلاوي وعده وکړه چې افغان زده کوونکو او تجارانو ته به وېزې ورکوي.

د يادونې ده چې د ۲۰۲۴ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ ۳ کلونه پوره شول. دوی د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په کابل ونیو. تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی خو له ځينو هېوادونو سره یې د تېر جمهوري حکومت د تړونونو له مخې،‌ تجارتي راکړې ورکړې روانې ساتلې دي.

XS
SM
MD
LG