د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې باران او سېلابونو په يوه نيمه میاشت کې ۱۹۵ کسان وژلي


د جولای پر دېرشمه په دره ادم خېل کې له بارانه د مړو شويو کسانو جنازه کېږي
د جولای پر دېرشمه په دره ادم خېل کې له بارانه د مړو شويو کسانو جنازه کېږي

د پاکستان د قدرتي افتونو د نظم ادارې (اېن ډي‌اېم اې) ويلي‌ چې بارانونو په دې ملک کې په تېره شاوخوا يوه نيم مياشت کې ۱۹۵ کسان وژلي دي.

اېن ډي اېم اې د اګست پر ۱۸مه د بارانونو او سیلابونو د ورځني معلوماتو په اړه خپاره شوي رپورټ کې ويلي چې د جولای له لومړۍ نيټې څخه د اګست تر ۱۷مې پورې ورښتونو په ټول پاکستان کې ۳۶۲ کسان ټپیان کړي هم دي.

تر ټولو زیات ۷۴ کسان په پنجاب او ورپسې ۶۵ کسان په خيبر پښتونخوا کې وژل شوي دي. د دې ترڅنګ بارانونو او سيلابونو په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۲۹۳ کورونه په بشپړه يا په جزوي توګه وران کړي دي. د اېن ډي اېم اې په وينا، د اګست ۱۷مې او ۱۸مې په مینځ کې هم د بارانونو له کبله په پاکستان کې ۷ کسان وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG