افغانستان او ازبکستان موافقه کړې چې په ۲۰۲۴م کال کې خپلمنځي تجارتي راکړه ورکړه يو ارب ډالر او په نيږدې راتلوکي کې يې ۳ اربه ډالرو ته ورسوي.
د قزاقستان “کاز انفارم” ووبپاڼې خبر ورکړی چې دا موافقه د اګست پر ۱۹مه کابل ته د ازبکستان د سرپرست وزيراعظم عبدالله عارفوف په مشرۍ د هغه هېواد د جګپوړو چارواکو د سفر پر مهال وشوه.
د خبر له مخې، دا موافقه د عارفوف او د طالبانو د حکومت د رياست الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په موجودګۍ کې لاسليک شوه.
دا له هغه وروسته ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۱۸مه وویل چې له ګاونډي هیواد ازبکستان سره یې پنځه تړونونه لاسلیک کړي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي وو چې د دواړو غاړو ترمنځ لاسليک شوي تړونونه د سوداګرۍ، پانګونې، کانونو، پټرولیم، کرنې او مالدارۍ په برخو کې شوي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د ازبکستان پلاوي وعده وکړه چې افغان زده کوونکو او تجارانو ته به وېزې ورکوي. د رپورټونو له مخې، د ازبکستان او افغانستان ترمينځ د سوداګرۍ کچه د ۲۰۲۴م کال له پيله تر اوسه پورې څه باندې ۴۶۰ ميليون ډالره ته رسېدلې ده.