د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییل: له حماس سره د برمته ۶ کسانو جسدونه مو ترلاسه کړي دي


د حماس په ولکه کې د شپږو اسراییلي کسانو تصویرونه: انځور له ارشیفه
د حماس په ولکه کې د شپږو اسراییلي کسانو تصویرونه: انځور له ارشیفه

د اسراييلو پوځ وايي، د هغو شپږو کسانو مړي يې ترلاسه کړي چې حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په اوومه د حملې پرمهال يرغمال کړي وو.

پروسږکال تر دې حملې وروسته په غزه کې جګړه پيل شوه. د اسراييلو پوځ د اګست پر ۲۰مه ويلي دي چې ځواکونو يې دغه جسدونه د شپې د غزې په جنوبي برخه کې د عملياتو پرمهال ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير اینتني بلېنکن ويلي، اسراييلو د اوربند په وړاندې د پرتو خنډونو لرې کولو او په غزه کې د يرغملو کړل شویو کسانو د خوشې کولو په موخه يو وړانديز منلی دی.

نوموړي پر حماس هم غږ کړی چې دا وړانديز ومني. امريکا او اروپايي ټولنه حماس يوه ترهګره ډله بولي.

حماس ډلې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

ايسوشيېټېډ پرېس اژانس ليکي، بلېنکن دا څرګندونې د اګست پر ۱۹مه د اسراييلو د سفر پر مهال د هغه هېواد له وزيراعظم بنیامین نتنیاهو سره تر ملاقات وروسته کړي. بلېنکن البته و نه ويل چې د جنګ بندۍ په وړانديز کې ايا د حماس لخوا بيان شوې اندېښنې په پام کې نيول شوي او يا دا چې د اسراييل د هغو غوښتنو احاطه پکې شوې چې وايي د غزې دننه د دوو راهداريو (دهليزونو) کنټرول دې ترلاسه کړي؟

XS
SM
MD
LG