د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا د سیلګرۍ پوليس وايي حکومت ورته له تېرو ۳ میاشتو راهیسې تنخا نه ورکړې


د خيبر پښتونخوا حکومت د سېلګرو د خونديتوب لپاره د پوليسو يو ځانګړۍ ځواک جوړ کړی. پخوانی انځور
د خيبر پښتونخوا حکومت د سېلګرو د خونديتوب لپاره د پوليسو يو ځانګړۍ ځواک جوړ کړی. پخوانی انځور

په خیبر پښتونخوا کې د سیلګرۍ د ودې ادارې پولیس ځواک وايي چې حکومت ورته له تېرو درې میاشتو راهيسې تنخاګانې نه دي ورکړې.

په باړه ګلۍ د سیلګرۍ ځواک یوه غړي شعیب خان د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې له تېرو درې کلونو راهيسې يې تنخاګانې هم نه دي زیاتې شوې.

خو د سیلګرۍ د ودې اداره وايي چې د مالي ستونزو له کبله یې هغو پولیسو ته پر وخت تنخا نه ده ورکړې. د ادارې ویاند سعد بن اویس مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه یې صوبايي حکومت ته خواست کړی وو چې منظور شوی او سرتېرو ته به ژرترژره تنخاګانې ورکړي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۲۲ز کال کې د سیلانیانو د خونديتوب او اسانتیاوو لپاره د ټوورېزم فورس په نوم د پوليسو يو ځواک جوړ کړی وو او په لومړي پړاو کې یې سرتېري په اېبټ اباد، سوات او مانسهره کې په کار ګومارلي وول.

د صوبې د سیلګرۍ د ودې اداره وايي چې په ۲۰۲۳ز کال شاوخوا ۱۰ مېلیونه سیلانیان د خیبر پښتونخوا بېلابېلو برخو ته په چکر تللي ول.

XS
SM
MD
LG